لیکوال: زلمی افغان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 19
نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي، چې په لیبیا کې د جمعې په ورځ تښتول شوي مصري ډيپلوماتان خوشي شوي او ډېر ژر به یې په تبادله کې د لیبیایي انقلابیانو مشر شیخ ابوعبیده هم آزاد شي.
د لیبیايي انقلابیانو یوه غړي بېګاه ناوخته د تښتول شويو مصري ډيپلوماتانو د پرېښودلو پر مهال وویل، چې مصري چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې د دوی مشر به هم ډېر ژر ور خوشی کړي.
د لېبیايي انقلابیانو دغه مشر د مصر امنیتي ځواکونو په اسکندریه ښار کې نیولی و.
افغانستان